اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي پاكستان د ت??ھګرۍ په ضد دوو لسيزو څخه زياتې مودې نه د روان جنګ لويي زيان پورته كړے٬ مونږ د زرګونو ??ه شمېر وګړي او امنيتي اهلكار د لاسه وركړل ٬ د پاكستان پخوانۍ وزيراعظمه محترمه بېنظير بھټو هم ترهګرو شهيده كړه٬ د هېواد يو شمېر سياسي او مذهبي لارښود هم د ت??ھګرۍ ښكار شوي ٬ ترهګرۍ د هېواد معيشت ته د اربونو ډالرو زيان رسولے ٬ پاكستان مخالف قوتونه د ت??هګرۍ ملاتړ او مالي مرسته كوي او دلته د ت??هګرۍ كارروائيو لپاره عسكريت خوښي رالېږي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د ت??هګرۍ ځپلو د يادولو او هغوي ته د عقيدت ??ېرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځې پ?? موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې نن د اګست په 21 مه نېټه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د ت??هګرۍ ځپليو د يادولو او هغوي ته د عقيدت ??ېرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ پ?? موقع مونږ د ت??هګرۍ دلاسه ټولو ځپلو شوو ٬ د هېواد دفاع لپاره د ځانونو ??ربانۍ وركوؤنكو د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو مېړنو اهلكارو ته د عقيدت ??ېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل دا ورځ مونږ ته د ت??هګرو عناصر د لاسه د خپلو مينه والو د لاسه وركوؤنكو كورنيو دړد او خفګان يادګېرنه كوي۔ ده ووئيل سږ كال د دې سرخط ” د ت??هګرۍ ځپلي د امن بېرغ هسك كوؤنكي او معلم “ دا خبره په ډاګه كوي چې ژوندي پاتې شوي وګړي امن ته ودې او د ت??دد او انتها خوښۍ تباهي كوونكو اغېزو په اړه شعور بېدارولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ صدر مملكت ووئيل زمونږ قام د دې چېلنجونو ??ه مقابل كښې د ځانګړي عزم او استقامت څرګندونه وكړه٬ پاكستان د نړۍ يوازينے هېواد دے كوم چې په ترهګر قوتونو ??ابو وموندلو او له دوه لسيزو راهېسې دا جنګ په يوازې كوي٬ زمونږ هڅې په نړيواله كچه تسليم كړې شوي او مونږ د ت??هګرۍ مخنيوي له په روانو ??ړيوالو هڅو كښې د خپلې برخې كردار ترسره كولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل نن هم زمونږ مېړنو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو د ت??هګرو عناصر په ضد كارروايۍ روانې ساتلې دي او د قام امن او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو ??ربانۍ وركوي۔ د پوځي عملياتو په څير حربی اقدامات سره يو شمېر ترهګر نېټ وركس په كاميابۍ سره ختم كړے شول ، دې سره سره د قامي اېكشن پلان او د ت??هګرۍ او انتها خوښۍ په ضد د پاكستان قامي بيانيه او نورو سماجي او پرمختيائي منصوبو په ډول غېر حربي اقدامات سره د ت??هګرۍ په ضد د كميونټي صلاحيت مستحكم كړے شوے۔ صدر مملكت ووئيل په ننۍ ورځ مونږ د ت??هګرو عناصر په ضد د پرېكنده كارروائيو د عزم پخلے كوؤ٬ زمونږ بنيادي مقصد د اولس په مرسته د ت??هګرۍ بشپړه خاتمه او هېواد لپاره يو سوله ايز سباؤن ترلاسه كول دي۔ ده ووئيل مونږ د ځپليو كورنيو د مرستې عزم لرؤ۔ ده ووئيل ترهګري يو نړيول چېلنج دے د دې ختمولو له د نړيوالې ورورولۍ اجتماعي هڅو او مرستې ته اړتيا ده۔ مونږ له به نړيواله مرسته پياوړې كول وي٬ انټېلي جنس شيئرنګ به زياتول وي او د هغه سببونو ??خنيوې به كول وي كوم چې انتها خوښۍ او ترهګرۍ ته وده وركوي۔ صدر مملکت ووئيل باور لرم چې مونږ په ګډه يوه خوندي او سوله ايزه نړۍ تشكيلولې شوو۔