اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) سمندر پورې پاکستانيانو او د انساني وسائلو پرمختګ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال جواد سهراب ملک په بلوچستان کښې د صنعت او کانونو مزدورانو لپاره ?? 1.8 اربه روپو د لېنډ مارك فلاحي پروژې پرانسته کړې ده۔ د اتوار په ورځ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ لخوا د جاري كړې ش??يو تفصيلاتو له مخې په د موقعه جواد سهراب ملك ووئيل چې د تعليمي او هاؤسنګ منصوبو پرانسته د بلوچستان مزدورانو لپاره د نوي د??ر علامت دے۔ ده ووئيل د بلوچستان د افرادي قوت د پياوړتيا لپاره ?? 1.8 اربه روپو په لګښت د تعليم او هاؤسنګ منصوبې نن پرانستل كېږي۔ د?? ووئيل د وركرز وېلفيئر فنډ لخوا د مالي مرستې دا اقدامات به په ګرده سيمه كښې د كان او صنعتي كارګرانو د ژوند معيار ښه كولو او دوئي ته د زده كړې آسانۍ وركولو له كولې شي۔ په دې پروژو کښې د بلوچستان په مسلم باغ کښې عملې لپاره د استوګنې ځايونو سره سره د انجونو هائي سكول جوړول شامل دي۔ د?? ووئيل دا پروژه د 5605 صنعتي او د كانونو كارګرانو ماشومانو ته د معياري زده كړې آسانۍ وركولو له ډيزائن كړې شوې ده۔ د?? په مسلم باغ كښې 100 ورکرز لپاره د استوګنې کوارټرز د بنياد تيګه هم كېښوده۔ په دې به 90 کروړ روپۍ مصرف كولې شي او دا پروژه به په 24 مياشتې كښې بشپړ كولې شي۔ خاص مرستيال په سبي بلوچستان كښې د يوې تعليمي پروژې په بشپړ كېدو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه كومه به چې نزدې د 4,000 کان كندونكو د ماشومانو د زده كړو ضرورت ترسره كوي۔ خاص مرستيال د دې منصوبو پايې ته په رسولو كښې د ډبلیو ډبلیو ایف او ورکرز ویلفیئر بورډ بلوچستان د ګډې هڅو ستائنه وكړه۔