ا??لا?? آباد 26جنوری(اے پی پی)نګران وز??راعظم انوار ??لحق كاكړ وئېلي دي زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي٬د پاكستان حكومت به د روټري انټرنېشنل پروګرامز كښې هر ممكنه مرسته كوي۔د جمعې په ورځ د وز??راعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم انوار ??لحق كاكړ سره د روټري انټرنېش??ل صدرې سټيفيني ارچك په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے ۔په پلاوي كښې تھومس اینتھونی ګمپ، محمد فیض قدوائي ، عبد العزیز میمن او مسرور شیخ شامل وو۔پلاوي نګران وز??راعظم ته د پاكستان سمارټ ويليج پروګرام او پوليو مخ نيوي په اړه د روټري انټرنېشنل كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ وز??راعظم سټيفيني ارچك ته د روټري انټرنېشنل وړومبۍ مېرمن صدرې په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او هغې لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم د روټري انټرنېشنل په پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي او د تعليم او نورو څانګو لپاره خذمات هم وستائېل۔ده ووئيل په پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ او پرمختيائي ادارو كردار ??تائيو٬زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي۔ده ووئيل د پاكستان حكومت به روټري انټرنېشنل پروګرامز كښې هر ممكنه مرسته كوي٬هيله ده چې روټري انټرنېشنل به په پاكستان كښې تر خپلو پروګرامونو رسنه زياتوي۔پلاوي نګران وز??راعظم ته بريفنګ كښې ووئېل روټري به د پاكستان سمارټ ويليج پروګرام جدت او ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كولو سره د ژوند معيار ښه والي له مرسته كوي٬تر ټولو غريبې طبقې لپاره پېل كړے دا سمارټ ويلج به كركيلې ته د ودې وركولو٬د د تجديد وړ توان نظام څخه ګټه پورته كولو ٬سيوريج نظام ښه والي٬د څښكلو پاكو اوبو رسنې او د موسمياتي بدلون اثرات كمولو له مهم ركردار ??دا كوي۔ وز??راعظم ته بريفنګ كښې وئېل شول روټري انټرنېشنل پاكستان له 8 لكه كتابونه عطيه كړي چې پكښې 2 لكه كتابونه يواځې بلوچستان كښې تقسيم كړے شوي۔دغسې پلاوي وز??راعظم ته د 10 زرو نورو كتابونو ډالۍ هم وركړه كوم به چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې وېشلے شي۔په ملاقات كښې د روغتيا نګران وفاقي وز??ر ډاكټر نديم جان او اړوند اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔