اسلام آباد۔24 جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي حكومت په ګرځنده پور كښې كمي راوستلو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي ، د توان وزارت دې د ګرځنده قرض ختمولو له يوه فعاله ٬ تلپاتې او د عمل وړ تګلاره وړاندې كړي۔ په ګرځنده قرضه كښې كمے راوستلو له به اړوندو ټولو ډلو له په ګډه ??ار كول وي۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د توان په څانګه كښې ګرځنده قرضه كمولو ل?? د ??ګلارې جاج اخستو غونډه ??شوه۔ په غونډه ??ښې نګران وفاقي وزيرانو ډاکټر شمشاد اختر، محمد علی او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ په دې موقع نګران وزيراعظم ووئيل د حكومت ذمه وارۍ په غاړه اغستو سره مو د معيشت بحالۍ له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كړل٬ په ګرځنده قرضه كښې كمے راوستلو له حكومت ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ د?? د ??وان وزارت ته هدايت وكړو چې د ګرځنده قرض ختمولو له يوه فعاله ٬ تلپاتې او د عمل وړ تګلاره وړاندې كړې۔ ده ووئ??ل په ګرځنده پور كښې كمي لپاره به فريقېن له په ګډه ??ار كول وي۔ ده ووئيل د برېښنا غلا مخنيوي آپرېشن سر?? د ??رېښنا پ?? وېش د مامورو كمپنيو په وصولۍ كښې په زړه پورې ښه والے رامخې ته شوے ۔ غونډې ته د پټروليم او توان په څانګو كښې د ګرځنده قرضې په موجوده صورتحال بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډ?? د ??ېلو كمپنيو ګرځنده پور په اړه خبر كړې شوه او په دې قرضونو كښې كمي لپاره بېل وړاندېزونه وركړے شول۔ وزیرِاعظم اړوند وزارت ت?? د ??زانې وزارت به مشاورت سره د يوې بشپړې او تلپاتې تګلارې وړاندې كولو هدايت هم وكړو