اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د سي پېك منصوبو بشپړولو پحقله د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي پ?? سي پېك منصوبو په پېشهوره ډول كار روان ??ے، د آل پاکستان چائنيز انټر پرائزز ايسوسي ايشن د 201 نه زياتو كمپنو تر اوسه په پاکستان كښې 25 اربه ډالره سرمايه كاري كړ??٬ 85 زره كسانو ته ئې روزګار وركړے ٬ د اطلاعات وزارت به چائنيز انټر پرائزز سره هر ممكن مرسته كوي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د آل پاکستان چائنيز انټرپرائزز ايسوسي ايشن تر سېوري لاندې د “سي پېك لس كاله” په سرخط د رپورټ اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزير د پاکستان چائنا انسټيټيوټ د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل دا دستوره به د نړۍ په وړاندې چائنيز انټر پرائزز لخوا په پاكستان كښې شوے مهم او شاندار كار را??خې كړي۔ ده ووئيل د پاکستان چائنا انسټيټيوټ د چائنيز انټرپرائزز هلو ځلو ته وده وركولو او په اولس كښې شعور بېدارولو له مهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل چائنيز انټر پرائزز چې په كوم پېشه وره ډول او مستقل مزاجۍ سره د نړيوال فشار باوجود پ?? سي پېك كار روان ??اتلے د پاكستان ??و چين حكومتونو سره سره نړيوالې ميډيا هم د دې هلو ځلو ستائنه كړ?? ده ۔ وفاقي نګران وزير ووئيل د آل پاکستان چائنيز انټر پرائزز ايسوسي ايشن رپورټ كښې تل پاتې پرمختګ لپاره لائحه وضع كړ?? شوې كومه چې يواځې تر موټروېز او پاور پلانټس محدود نه ده بلكې په ماضي كښې د تهر او ګوادر غوندې نظر انداز كړ?? شوو سيمو كښې ځائي كمپونيټز اختيار منده جوړولو كښې هم مهم كردار لوبوي۔ ده د پاکستان چائنا انسټيټيوټ لخوا جوړ كړ?? شوے د ھغه دستاويزي فلم چې پكښې په پورټ قاسم کول پاور پلانټ كښې مېرمنې ډمپر ټرکس چلوي ذكر كولو سره ووئيل دا ھغه بدلون دے كوم چې مونږ له نړۍ ته را??خې ته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په ګوادر كښې فقير پرائمري سکول او د پاك چائنا ټيکنيکل اينډ ووکيشنل انسټي ټيوټ چائنيز انټر پرائزز لخوا را??خې ته شوے بدلون دے۔ وفاقي وزير د ګرين ډويلپمنټ، اسپيشل اکنامک زونز، ټيکسټائلز، زراعت او په ډيجيټل اکانومي كښې د مرستې زياتېدو هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د صدر شي جن پنګ په خاص بلنه وزيراعظم انوار الحق کاکړ په دې وروستيو كښې په بېلټ اينډ روډ فورم كښې ګډون كړ?? چې پكښې دواړٶ هېوادونو د پاك چين په ستراتېژك مرسته آډانه شراكتدارۍ لپاره د خپل عزم پخلے كړ?? او په بېلا بېلو څانګو كښې ئې خپله مرسته لا قوي كړ??٬ده په مهم مسئلو د يو بل ملاتړ را??خې ته كړو او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته وده وركولو كښې ئې د بېلټ اېنډ روډ انيشي ايټو په اهميت زور رواړو۔ نګران وزير مرتضيٰ سولنګي ووئيل په دې فورم كښې سي پېك د بي آر آئي له ??خې د يوې مهمې منصوبې په توګه تسليم كړ?? شوې او دواړو ډلو د دې پرمختګ لا زياتولو ته اتفاق كړ??٬ دې سره سره په يو شمېر لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو هم لاسليك شوے چې پكښې انفراسټرکچر، مائننګ، صنعت، ګرين ډويلپمنټ، صحت، اسپيس کوآپريشن، ډيجيټل معيشت او نور شامل دي ۔ ده ووئيل وزيراعظم انوار الحق کاکړ صدر شي جن پنګ ته د پاكستاسن دورې بلنه وركولو سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا قوي كولو زور رواړے۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت به د شريكې ګټې په څانګو كښې چائنيز انټر پرائزز ته د هر ډول ممكنه مرستې وركولو كردار لوبوي۔ وفاقي وزير ووئيل د اطلاعات وزارت سره تړون لرونكې ادارې پاکستان ټيلي ويژن، پاکستان ??راډ کاسټنګ کارپوريشن او ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان وړاندې نه د ميډيا مرسته زياتولو لپاره د چين خپل هم عصر ادارو سره په منظم فريم ورك كښې مشغولې دي۔ ده په دې موقع د سي پېك په منصوبو كښې د عوامي جمهوريه چين د سفارتخانې د مرستې او هلو ځلو هم ستائنه وكړه