اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د عراق او پاکستان ترمينځه د تجارتي او معاشي اړ??كو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي دواړه هېوادونه په يو مذهب او كلتور يو بل سره تړلي دي او د بېلو چارو په اړ?? يو ډول دريځ لري۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه عراق لپاره د پاكستان نومولے شوي سفير محمد ذيشان س???? خبرو كښی وكړه كوم چې د زيارت په ورځ صدر مملكت سره ملاقات كولو۔ صدر ووئيل د عراق او پاکستان ترمينځه د تجارتي او معاشي اړ??كو زياتولو حاجت دے۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان او عراق په بېلو چارو يو ډول دريځ لري٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه اولسي او تجارتي تړون لا مضبوطولو سره دوه اړخيزه اړ??كې لا پياوړې كېدې شي۔ صد مملكت ووئيل نومولے سفير دې په عراق كښې د مېشته پاكستانو وګړو او زائرينو سه??لت ته خاص پام وګرځوي۔ صدر مملکت عراق لپاره د سفير په ح??ث په نومولے كېدو محمد ذيشان ته مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔