اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي نګران وفاقي ??اب??نې په بې وزله فلسطيني اولس د اسرائيلي بمبارۍ سخته غندنه كولو ??ره غوښتنه كړې چې په غزه دې اسرائيلي بمباري فوري بنده او د فلسطين كال 1967 څخه وړاندې حېثيت بحال كړے شي٬ د پي او آر كارډ لرونكو افغان كډوالو په ضد كارروائي نه كوو٬ په غېر قانوني توګه مېشته افغان كډوالو ??ه په فوري توګه پاكستان څخه د وتلو وئيلې شوي٬ وفاقی کابینې د سهېل ناصر د ډپټي چيئرمېن نېب او د سيد احتشام قادر شاه د نېب پراسېکېوټر جنرل اکاؤنټېبلټی په حېث د تعيناتې منظوري وركړې ٬ کابینې د پي آئي اے نجکارۍ لپاره د فنانشل اېډوائزری کنسورش??م خدمات ترلاسه كولو منظوري هم وركړې۔ د شورؤ په ورځ د وفاقي ??اب??نې غونډې څخه وروستو د نجكارۍ نګران وفاقي وزير فواد حسن فواد سره په ګډه ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير مرتضی سولنګي ووئيل د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د نګران وفاقي ??اب??نې په غونډه كښې په غزه كښې د اسرائيل لخوا په فلسطيني وګړو د بمبارۍ سخته غندنه وكړې شوه۔ ??اب??نې د اسرائيل لخوا د غزه محاصرې په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صورتحال ٬ د خوراك او اوبو كمي په څير مسئلو ژوره اندېښنه ښكاره كره۔ نګران وفاقي ??اب??نې په متفقه توګه غوښتنه وكړه چې په سمدستي توګه په غزه كښې په فلسطينيانو بمباري بنده كړې شي او ناجائزه محاصره ختمولو ??ره دې ځپليو كورنيو ته نړيواله مرسته ورسولې شي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت د خپل اصولي دريځ پخلے وكړو چې د فلسطين مسئله دې د فلسطيني اولس د هيلو له مخې حل كړې شي او يو آزاد فلسطيني رياست دے چې پلازمينه يۍ قدس او پولې يۍ په كال 1967 كښې د اسرائيلي غاصبانه قبضې څخه وړاندې وي جوړ كړے شي۔ وزيراعظم ??اب??نې ته هدايت وكړو چې د ضروري نوعيت غېر ملكي دورې دې كوي۔ وفاقی کابینې د سهېل ناصر د ډپټي چيئرمېن نېب او د سيد احتشام قادر شاه د نېب پراسېکېوټر جنرل اکاؤنټېبلټی په حېث د تعيناتې منظوري هم وركړې ۔ ده ووئيل کابینې د پی آئی اے نجکارۍ لپاره د فنانشل اېډوائزری کنسورش??م خدمات ترلاسه كولو منظوري هم وركړه۔ ??اب??نې د رياستي ملكيتي ادارو په اړه د ??اب??نه كمېټۍ د 21 او 28 ستمبر غونډه كښې د شوو پ??ېك??و توثيق هم وكرو۔ وفاقي کابیني د اقتصادي رابطه کمېټۍ 3 اکتوبر 2023 غونډه كښې د شوو پ??ېك??و هم توثيق وكړو۔ وفاقي ??اب??نې د خارجه زارت په سپارښتنه برېګیډیئر شاهد عامر افسر له د پاک چین اړيكو ودې لپاره د چين لخوا د تفويض كړي ایوارډ ”PLA Commemorative Medal“ ترلاسه كولو منظوري وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي ??اب??نې د داخله وزارت په سپارښتنه د پاكستان او يو اے اي ترمينځه د شوې حوالګۍ لوظنامې لاندې په فراډ كېس كښې د مطلوب پاكستاني وګړي ملزم شهزاد احمد او د كوېت او پاكستان ترمينځه د حوالګۍ لوظنامې لاندې د مطلوب پاکستانی وګړي ارشد علي د سپارلو منظوري وركړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د غزه روانې وضعې په اړه به پاكستان په نړيواله كچه د كوونكو هڅو برخه وي۔ د افغان كډوالو په اړه ده ووئيل د 31 اكتوبر ډېډ لائن هغه چا لپاره دے كوم چې وېزا يا قانوني دستاوېز نه لري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پاكستان كښې په سخته يخنۍ كښې هم ټاكنې شوي او په سخته ګرمۍ كښې هم۔ ده ووئيل په كال 1970 كښې په دسمبر كښې شوې وې۔ د كال 2008 ټاكنې هم جنورۍ كښې شېډول وې كومې چې د بېنظير بھټو د شهادت له امله فرورۍ كښې وكړې شوې۔ د كال 2013 ټول ټاكنې په مئي او د كال 2018 په سخت ګرم موسم جولائي كښې شوې وې۔ ده ووئيل د حكومت ذمه واري ده چې الېكشن كمېشن ته د ټاكنو عمل لپاره ټول وسائل وركړي۔