اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي په روغتونونو كښې تعينات عمله دې جذبې او شوق سره كار وكړي٬ د غوره طبي آسانيو رسول د رياست ذمه واري ده په دې كښې به كوم كمې زغملې نه شي۔ د روغتيا وزارت وياند لمخې د دې خيالاتو څرګندونه نګران وفاقي وزير د اتوار په ورځ د فېډرل جنرل هسپتال چك شهزاد او دې څخه وړاندې د پاكستان انسټي ټيوټ آف ميډيكل سائنسز ناڅاپي دورې پ?? مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د روغتيا و??اقي وزير د روغتون عملې ته هدايت وكړو چې رنځورانو ته دې د دويانو پرله پسې رسول باوري ??ړې شي۔ ده د روغتون د بېلو برخ?? دوره هم وكړه۔ ده ووئيل په روغتون كښې چې كومه هم مشينري خرابه وي د هغې پ?? اړه دې پ?? 48 ساعتو كښې رپور را??ړې شي۔ ده ووئيل په روغتون يو شمېر داسې چارې هم وي كومې چې د انتظاميې معمولي پام سره هم حل كېدې شي۔ ده ووئيل د يو شمېر مسئلو د حل كولو استعداد او استطاعت انتظاميه هم لري۔