اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مسلم ليګ (ن) لارښود طلال چوهدري ته د سپريم كورټ لخوا د 5 كاله نااهلۍ سزا په ختمولو مباركي ??ركولو سره وئيلي دي طلال چوهدری لارښود نواز شریف او جماعت سره د نظرياتي تړون ٬ وفا او مينې لرلو دلاسه 5 كاله د نااهلۍ سزا خوړلې ده كومه چې نن ختمه شوې ده۔ ?? شورؤ په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزيرې ووئيل مېړني ٬ بې ګناه او عزم لرونكي ??رور طلال چوهدري ته دې ډېر ډېر مبارك وي۔ دې ووئيل طلال چوهدري 5 كاله پس اهل شوے خو ده ته بې ګناه سزا وركوؤنكي د اولس او تاريخ په و??ان??ې ټول عمري له نااهل شوي دي۔ دې ووئيل نن طلال چوهدري يوازې د خپل ضمير په و??ان??ې نه بلكې د اولسي عدالت په و??ان??ې هم بريالے شوے دے۔