اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ كركيلې٬ سولرآئزېشن او د ځوانانو پرمختګ ته خاص پام كوي٬ بجټ 2024 د حكومتي ترجيحات عكاسي كوي٬ د اقتصادي خود انحصارۍ ترلاسه كول د حكومت بنيادي مقصد دے۔ د ګل په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې پوهانو د بجټ 24-2023 د بېلو اړخونو په اړه خپلې رائے او تجزيه ??ړا??دې كړې٬ په دې بجټ كښې د حكومت شرح نمو زياتولو په اړه تجويز كړی شوې خاص اقدامات به رامخې ته كول غواړم۔ ده ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ كركيلې٬ په شمسي ت??ان منتق??ي٬ د ځوانانو پرمختګ او د نورو څانګو پرمختګ لپاره اقدامات ډېر د غور نه پس تجويز كړي او زمونږ مقصد ځوانانو كښې جدت طرازي٬ د كاروبار ډاډګيرنه كول٬ زراعت كښې پېداوار زياتول او زرعي صنعت كښې سرمايه ??ارۍ ته وده وركول دي۔ وزيراعظم ووئيل چې دې سره سره حكومت د ت??ان ترلاسه كولو ارزان ذريعه او د لمر په ت??ان منتقلۍ لپاره كار كوي٬ ارزان ت??ان اقتصادي پرمختګ او اولس ته د ريليف رسنې لپاره د اهميت وړ منصوبې دې۔ ده ووئيل چې د روس څخه د خام تيل ترلاسه كېدل هم د انرجي سيكورټي پلان برخه ده۔ وزيراعظم ووئيل چې د داخلي او نړيوال حالات په سبب د رامخې ته شوې خنډانو باوجود بجټ 24-2023 د دې صورتحال مخ نيوي او مخ په وړا??دې تګ لاره ده۔ وزيراعظم ووئيل چې په داسۍ وضعه كښې كله چې معيشت بهرني صورتحال څخه ځپلې شوې٬ حكومت اقتصادي خود انحصارۍ ته پام كوي۔