اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عبد القادر پټېل وئيلي دي امريكا په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې٬ د هېلتھ ډائيلاګ دويم راؤنډ ته سترګې په لاره يؤ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكائي سفارتخانې ډپټي چيف آف مشن اېنډريو ??روفر سره د ټېلېفوني خبرو ??ه مهال وكړه۔ دواړو لارښودو د روغتيا څانګې په شم??ل د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د روغتيا وزير د سېلاب ??ه مهال د پاكستان ??ه مرسته كولو د امريكا مننه وكړه۔ ده ووئيل د روغتيا په څانګه كښې پياوړتيا زمونږ اولنۍ ترجيح ده٬ مونږ د هېلتھ ډائيلاګ دويم راؤنډ ته سترګې په لاره يؤ۔ ډپټی چیف آف مشن اینډریو شوفر ووئيل امريكا به د روغتيا په څانګه كښې د پاكستان مرسته دوامداره ساتي۔ ده ووئيل پاكستان په سېلاب ځپليو ??يمو كښې د روغتيا آسانۍ رسولو له فعاله ګامونه پورته كړې دي۔