اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په بلنه به د چين خارجه وزير کن ګېنګ (نن) د زيارت په ورځ د پاكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي، دا به د خارجه وزير د چوكۍ سنبهالولو نه پس د خارجه وزير د پاكستان وړومبۍ سركاري دوره وي۔ د خارجه دفتر له مخې بلاول بھټو زرداري او د چين وزير خارجه کن ګېنګ به د پاك چين ستراتېژك ډائيلاګ د څلورم دوره د مشتركه مشري كوي۔ ستراتېژك ډائيلاګ يو منظم طريقه كار دے چې پكښې په اهمو څانګو كښې د دوه اړخيز?? مرسته جاج اخستې شي۔ دواړه خارجه وزيران به د پاكستان او چين ترمېنځه د ستراتېژك كوآپريټو پارټنرشپ توثيق سره سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه ګڼ ا??خيز?? مرستې لپاره د روډ مېپ تيارولو ??و په رامخې ته شوې نړيواله او سيمه ايزه منظر نامه به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د پاك چين د ستراتېژك ډائيلاګ درېم دوره په جولائي كال 2021 كښې د چين په چېنګډو ښار كښې شوې ٶ۔