اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي عمران خان ، زمونږ د ازلي دښمن هند اهداف سر كولو كښې بوښت دے، عمران خان د يوې منصوبې له مخې اول د هېواد معيشت ته زيان رسولو لپاره د آئي اېم اېف لوظنامې مخنيوي لپاره هڅې كړې او اوس د سرلښكر تق??ري متنازعه كوي،د سرلښكر تق??ري د وزيراعظم استحقاق دے، هغه به د مشورې نه پس د سرلښكر د تق??ري پريكړه كوي،په دې اړه به د سرلښكر ??شورې ته خاص پام لرنه كېږي،زما د دفاع وزير په هحېث دا هڅه ده چې ?? پوځ كردار غير سياسي وي دغسې چې د پاكستان سياسي ادارې وده ومومي،?? پوځ سوګند ، تړون او كمټمنټ له مخې د ادارې كار د هېواد ٬ قام او پولو تحفظ كول دي، عمران خان خپل او د كورنۍ كرپشن ته تحفظ وركول غواړي، په سباؤن كښې د عمران خان په ضد لوئي كاروائي كيدې شي۔ده د ګل په ورځ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته وينا كوله۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل د كله نه چې پاكستان آزاد شوے زمونږ د ازلي دښمن هند زمونږ په هېواد كښې دوه اهداف لري ، معيشت او دفاع ۔په تيرو څو مياشتو كښې عمران خان په دغې دواړو اهداف بريد كړے، عمران خان په خپل درې نيمو كلونو كښې معيشت ته لوئ زيان رسولے ،ده ووئسېل د آئي ايم ايف رپورټ د دې خبرې ښكاره ثبوت دے ۔ اكتوبر 2021 كښې عمران خان ?? پوځ تق??ري سياسي كړې وه ، ده ووئېل چې د هغه ملګري د تحريك انصاف پرېښودلو له د عدم اعتماد تحريك برخه وګرځيدل نو د تحريك عدم اعتماد نه پس عمران خان د وسله والو په ادارو بريدونه پيل كړل ٬ كله پوځ ته نيوټرل او كله بل څه نامې وركوي۔ده ووئيل د سرلښكر تق??ري د وزيراعظم استحقاق دے، هغه به د مشورې نه پس د سرلښكر د تق??ري پريكړه كوي،په دې اړه به د سرلښكر ??شورې ته خاص ترجيح وركولې شي، ده ووئېل زما دا هڅه ده چې ?? پوځ كردار غير سياسي وي دغسې چې د پاكستان سياسي ادارې وده ومومي۔